د فرانسې په تولوز ښار کې د اوو کسانو د وژونکي ورور به نن د يوه قاضي په وړاندې حاضر کړاى شي.
د محمد ميراح له مشر ورور عبدالقادر ميراح څخه د هغه د ورور له خوا د درېيو بريدونو په تړاو څېړنې کېږي، د قادر ورور، چې د ادعاوو له مخې پر اوو کسانو د وژنې مسووليت يې منلى و، د پنج شنبې په ورځ د پوليسو له خوا په بريد کې ووژل شو.
د فرانسې يوې ورځپاڼې ويلي، قادر ميرا ښايي په وژنو کې د مرستې يا هم په تروريستي چارو کې د جنايتکارانه توطيې له کبله تورن وپېژندل شي.