مصر: اسلامپالې ډلې د نوي اساسي قانون د جوړولو د هيئت ٦٠ فيصده جوړوي

په مصر کې اسلامپالې ډلې د يوه سل کسيز هيئت شپېته فيصده جوړوي، چې د نوي اساسي قانون د مسودې په برابرولو ګمارل شوى دى.

دغه قانون په دغه هېواد کې د اسلام رول او د اقليتونو د حقونو په اړه پرېکړه کوي.

د دې سل کسيز هيئت د غړو نومونه نن د پارلمان له خوا اعلان شول، چې څرګندوي د اخوان المسلمين د ازادۍ او عدالت ګوند او راديکال سلفيان يې اکثريت جوړوي.

د پارلمان غړو د دې هيئت د ټاکلو لپاره پرون رايه ورکړه. نوى اساسي قانون د ولسمشر واک او د پوځ راتلونکى رول تعريفوي.