د ازبکستان پارلمان د جمهوري رياست د انتخاباتو نېټه وځنډوله

د ازبکستان پارلمان په دغه هېواد کې د جمهوري رياست انتخابات چې ټاکل شوې وه د ٢٠١٤م کال په وروستيو کې وشي، د ٢٠١٥م کال تر نيمايي پورې وځنډول.

دغه پرېکړه چې نن اعلان شوه، د دې لپاره شوې، چې د ولسمشرۍ انتخابات له پارلماني هغو سره پر يوه وخت ترسره نه شي.

نوى قانون وايي پارلماني انتخابات د ٢٠١٤م کال په پاى او د جمهوري رياست دا ٩٠ ورځې وروسته ترسره کېږي.

په ١٩٩١م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته اسلام کريموف د دغه هېواد مشري کوي. لوېديځ هېوادونه او د بشري حقونو سازمانونه په دغه هېواد کې رهبري استبدادي ګڼي.