په اټومي وسلو د سمبالې شمالي کوريا له خوا راروانه مياشت د يوه توغندي د احتمالي توغولو په درشل کې چين د ارامتيا غوښتنه کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت له خوا دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې جاپان د جمعې په ورځ د يوه توغندي د دفاعي سيسټم د پراختيا امر وکړ، چې چارواکي وايي کولاى شي د شمالي کوريا توغندى په نښه کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لي وويل، ټول اړخونه بايد له زغم او حوصلې کار واخلي او داسې اقدامات دې نه کوي چې دا مسئله نوره هم پېچلې کوي.
د شمالي کوريا کمونيست پلوه رژيم اعلان کړى چې دغه توغندى به د اپرېل په نيمايي کې وتوغوي چې د ځمکې په مدار کې يو سټلايټ ځاى پرځاى کړي.
امريکا او سيمه ييز متحدان يې لکه جنوبي کوريا او جاپان خبردارى ورکړى چې د توغندي دغه ډول توغول به د ليرې واټن ويشتونکي توغندي ازموينې ته يوه پلمه وي.