د ١٧ افغانانو وژونکى امريکايي پوځي نن په رسمي ډول تورن کېږي

امريکايي پوځي رابرټ بېلز ښايي نن جمعه د اوولسو افغان کليوالو په وژنې تورن وپېژندل شي. يوه امريکايي چارواکي وويل پر بېلز په لګېدلو تورونو کې به د وژنې هڅه او په دنده کې د غفلت مسئله هم شامله وي.

پر بېلز تور پورې شوى چې په کندهار ولايت کې د مارچ مياشتې پر يوولسمه له خپلې پوځي اډې وتلى، نهه تنه ماشومان او اته ځوانان يې په ډزو وژلي، بيا يې د ځينو مړي په اور سوځولي دي.

که څه هم دغه پوځي په شپاړسو کسانو په وژنه تورن پېژندل شوى و، خو څرګنده نه ده چې دغه شمېر ولې اوولسو ته پورته شوى دى.

٣٨ کلن بېلز دا مهال د امريکا د کانزاس ايالت يوه پوځي توقيفځاى کې دى. د رويټرز خبري اژانس په حواله د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دوى د امريکا پر عدلي سيسټم باور نه لري او له امريکايي ځواکونو يې د غچ اخيستنې ګواښ کړى دى.