پوتين ښايي د ولسمشرۍ انتخابات وګټي

په روسیه کې د نظرپوښتنې یو خپلواک معتبر سازمان د یوې تازه سروې نتایج خپاره کړي دي چې وايي د دې هیواد اوسنی صدراعظم ویلادیمیر پوتین به د مارچ پر څلورمه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د اول دور ګټونکی وي.

دغه سروې وايي چې ویلادیمیر پوتین ښايي تر ۶۶ ٪ پورې رایې وګټي .

د لیفیدا مرکز ویلي چې د دوی په سروې کې چې د روانې میاشتې له اولسمې تر شلمې وه، یو نیم زر کسانو چې د رایې ورکولو لپاره په شرایطو برابر برخه اخیستې وه.