کابل: په مظاهرو کې يو تن ټپي شو

افغانانو دامریکایی ځواکونو په یوې اډی کې قرآن کریم ته دشکمن سپکاوي خلاف نن دڅلرمې ورځې لپاره په افغانستان کې پرله پسې مظاهرې وکړې .

لویدیځې خبري رسنۍ رپوټ ورکوي چې لږترلږه یو مظاهره کوونکی په کابل کې هغه مهال ټپي شو چې پولیسو دجمعی له لمانځه وروسته مظاهرو په مهال ډزې وکړې .

رپوټونه وایي په نورو ولایتونو کې هم مظاهرې وشوې.

د دوو امریکایي عسکرو په شمول لږترتږه ۱۵ کسه دتیرو دریو ورځو دمظاهرو په ترځ کی ووژل شول .

دامریکا جمهور رییس باراک اوباما دافغانستان جمهور رییس ته په یو لیک کې له دغی پیښي بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې له عاملینوسره به یې حساب وشي .