بلوڅانو د خپلواک بلوچستان پرېکړه لیک د خپلو مبارزو ثمره وبلله

د امريکا په کانګرس کې د خپلواک بلوچستان لپاره وړاندې شوي قرارداد د پاکستان حکومت سخت غوسه کړى او دغه قرارداد يې په کلکه غندلى دى، خو بل لور ته د بلوچستان زیاترو بلوڅو ملتپالو پر دې قرارداد خوښي څرګنده کړې او دا قرارداد يې پر واقعيت ولاړ ګڼلى دى.

د امريکا د جمهوري غوښتونکېو د ګوند د يوه غړي روهرابابکر له خوا د جمعې په ورځ د امريکا کانګرس ته وړاندې شوی قرارداد که د پاکستان حکومت غوسه کړى، خو د ملتپالو بلوڅو په شمول زیاتره عام بلوڅان يې خوشاله کړي دي. په بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو تر منځ پر همدې قرارداد باندې خبرې اترې تودې دي.

که څه هم په پاکستاني رسنيو کې په امريکا کې د بلوچستان د خپلواکۍ پر قرارداد د حکومتي دريځ په څنګ کې د بلوڅو نظرونه چندان نه تر سترګو کېږي، خو ځينو رسنيو په څنګزن ډول خبرونه خپاره کړي چې بلوڅانو پکې د دې قرارداد هرکلى کړى او خوښي يې پرې څرګنده کړې ده.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل، د نواب اکبر بګټي زوى جميل بګټي، د پخواني کلات رياست خان سليمان داود او ځينو نورو ملتپالو بلوڅو په امريکايي کانګرس کې د بلوچستان په اړه وړاندې شوى قرارداد- چې پکې بلوڅانو ته د خپلواک بلوچستان د جوړولو د حق غوښتنه شوې- پر واقعيت ولاړ بللى او ويلي يې دي چې له پاکستان سره د بلوچستان د ستونځو يواځينۍ لاره دا ده چې ملګري ملتونه په بلوڅو کې يو ټولپوښتنه تر سره کړي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل هم رسنيو ته ويلي چې بلوچستان يو خپلواک او ازاد مملکت وو، چې په زور او جبري توګه په پاکستان ګډ کړاى شو.

د نواب اکبر بګټي زوى جميل بګټي رسنيو ته ويلي هغه کسان چې د امريکا د کانګرس قرارداد د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼي، ولې يې دا هېر کړل چې امريکا له ١٩٥٢م کاله راهيسې تر نن ورځې د پاکستان په هره چاره کې مداخله کوي، وايي پر دې قرارداد قهرېدليو خلکو ولې په بلوچستان کې پر بلوڅانو باندې د کېدونکې ظلم او وژنو په پټه خوله ننداره کوله، دى زياتوي چې د پاکستان واکمنو تل بلوچستان خپله نيول شوې کالوني او بلوڅان تل خپل غلامان ګڼلي دي.

بل لور ته د بلوچستان د پخواني قلات رياست مشر خان سليمان داودخان دغه قرارداد د ملتپالو بلوڅو مشرانو او د بلوڅ ولس برياليتوب ګڼلى دى، وايي بلوڅان د امريکا د کانګرس د غړي ډينا روهرابکر مننه کوي چې نړۍ ته يې د دې باور ورکولو هڅه وکړه چې له بلوڅانو سره د سياسي او نسلي تبعيض له مخې بد چلند کېږي.

همدارنګه د بلوڅو د قومي جبهې يا بلوچ نېشنل فرنټ وياند رسنيو ته ويلي چې د بلوچستان په اړه د امريکا په کانګرس کې وړاندې شوي قرارداد د پاکستان واکمن اندېښمن کړي دي، خو وايي بلوڅان له هغه وخته راهيسې چې په پاکستان ګډ کړاى شوې د خپلې خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او د هماغو قربانيو په نتيجه کې يې د امريکا د کانګرس په تالار کې د بلوڅو د قومي خپلواکۍ ازانګې واورېدل شوې.

د دې تر څنګ د فېسبوک او ټويټر په نامه د عامه اړيکو پر ويبپاڼو باندې هم له وړمې شپې راهيسې په سلګونو بلوڅو ځوانانو د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره وړاندې شوى قرارداد ستايلى او د جمهوري غوښتونکې غړي ډينا روهرابکر پر فېسبوک پاڼه يې د هغه مننه کړې چې وايي د بلوڅانو د ږغ په اوچتولو سره يې ثابته کړه چې امريکايان د انسانانو پر ازادۍ باور لري.

پاکستان د خپلواک بلوچستان په غوښتلو سخت غوسه دی

بارکوال مياخېل- کوټه