د چین د بهرنیو چارو مرستیال به د سوریې له ولسمشرسره وګوري

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ژي جون په دمشق کې دی او له ټاکلي مهالویش سره سم به د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره نن وګوري.

د فبروري په څلورمه چین د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کې هغه پریکړه لیک رد کړ، چې په هغه کې د بشار الاسد د لرې کیدو غوښتنه شوې وه.

چین د فبروري په شپارسمې هم ورته پریکړه لیک ته په امنیت شورا کې رایه ورنه کړه.

ژي جون سوریې ته له رسیدو سره وویل چې دی غواړی مثبت کردار ادا کړي او د سوریې په اړه د یوه سم پریکړه لیک په جوړیدو کې برخه واخلي.

ژي وروسته تر دې د سوریې له ولسمشر سره ویني چې د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي او د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د بشار الاسد له مخالفو ځواکونو وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي او ښه منظم شي.