افغانستان، ايران او پاکستان د سولې پر ګډو هڅو موافقه وکړه

په اسلام اباد کې د افغانستان، ايران او پاکستان د ولسمشرانو تر منځ نن يوه درې اړخيزه غونډه وشوه، په غونډه کې درېواړو ولسمشرانو پر يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړې چې له مخې يې درېواړه هېوادونو له يو بل سره د هر ډول مرستو ژمنه کړې.

تر غونډې وروسته د درېواړو هېوادونو ولسمشرانو يوې خبري غونډې ته په وينا کې له دې غونډې څخه هيله مندي ښوولې ده. د افغانستان ولسمشر ويل چې تر امريکا اسلام اباد ته کابل ډېر نيژدې دى.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، ايران او پاکستان تر منځ درې اړخيزه غونډه وشوه چې درېواړو ولسمشرانو، د پاکستان صدراعظم، د پوځ لوى درستيز، د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو او د دغو درېواړو وزيرانو د بهرنيو چارو وزيرانو او نورو لوړ رتبه چارواکيو پکې برخه لرله.

د افغانستان، ایران و پاکستان ولسمشرانو د دریواړو هیوادونو ترمنځ د ښو روابطو ټینګولو او د تروریزم په پرضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ويې ویل، چې دوی به په دې لړ کې د مخلصانه هڅو او هلو ځلو یو نوی پړاو پيل کړي.

تر غونډې وروسته د درېواړو هېوادونو ولسمشران يوې خبري غونډې ته حاضر شول او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل. که څه هم دا د درېوارړو ولسمشرانو ګډه خبري ناسته وه، خو د ژورنالیستانو د پوښتنو زیات تمرکز دایران جمهور رئیس و او تر نورو دوو هغو احمدي نژاد زیاتې پوښتنې ځواب کړې.

نوموړي که څه هم د کوم هیواد نوم په ډاګه نه کړ خو ویې ویل، چې په سیمه کې موجودې امنيتي او نورې ستونزې ددې هیوادونو خپل پيداوار نه بلکې له بهره پرې تپل شوي، چې په خبره يې حل يې هم باید په خپله ددې هیوادونو له لوري را وایستل شي :

̋دغه اعلاميه چې لاسليک شوه د درې واړو هېوادونو او ولسونو اراده څرګندوي چې دوى په اخلاص سره تر خپل منځ موجودې ستونځې هوارول غواړي، د اسلام اباد غونډه او تر دې وروسته په کابل کې راتلونکې غونډه به د سيمې د ملتونو لپاره ښې اغېزې ولري، زه پخپل وار سره له خپلو̋

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، چې تر نوموړي کم وغږید وویل، له ګاونډيو هیوادونو او نړۍ سره د افغانستان دریځ روښانه دی او هغه دا چې موږ له هر چا سره دوستانه او پر دوه اړخیزو اصولو ولاړ روابط غواړو .

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې داسې وویل چې د امريکا په پرتله کابل او اسلام اباد يو بل ته ډېر نيژدې دي:

̋د دې لپاره چې د راتلونکي ستونځې مو هوارې شي، هغه وړې وړۍ ناندرۍ چې زموږ تر منځ راغلې وې د له منځه تلو ژمنه مو يې وکړه، زموږ تر منځ په ډېره ښه دوستانه فضا کې هره موضوع وڅېړل شوه، د هر چا خبرې په سړه سينه واورېدل شوې، د ستونځو د هواري لپاره په ګډه بايد يوه داسې کړنلاره غوره شي چې يوځايي کار ورباندې وشي او عمل پرې وشي̋

حامد کرزي هم پر خپل وار تمه څرګنده کړه چې دا غونډه به نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې لپاره ډيره ګټوره ثابته شي.

هغه همداشان وویل، چې د افغانستان دولت او ولس له ګاونډيو هیوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د سولې پروسې په لړ کې د بشپړې او مخلصانه همکارۍ تمه لري.

د کوربه هیواد جمهور رئیس آصف علي زرداري، چې د دواړو میلمنو ولسمشرانو ترمنځ ناست وو د افغانستان، سیمې او نړۍ په باب د خپل هیواد دریځ روښانه او مخلصانه وباله او ویې ویل، چې اسلام اباد تل له ګاونډيو هیوادونو سره ښې اړيکې غواړي او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د یوه ځواکمن دولت او سوکالۍ لپاره هرې مرستې ته چمتو دی. ولسمشر زرداري د دې پوښتنې په ځواب کې چې پوځ يې د افغانستان په ناامنيو کې لاس لري، وويل :

̋زه دا خبره نه منم چې زموږ پوځ به په مستقيم يا غيرمستقيم ډول د افغانستان په بې ثباته کولو کې لاس ولري، هو ضرور به زموږ په ولس کې داسې کسان وي چې هغه د روسانو په ضد هم جنګېدل او اوس به د ترهګرۍ په چارو کې هم لاس ولري، خو دا يوه نړيواله ستونځه ده او يو علت يې له افغانستانه د نشه يي موادو قاچاک دى، له نشه يي موادو څخه په تر لاسه شويو پيسو ترهګري وده کوي، موږ درېواړه هېوادونه يې بايد په ضد مبارزه وکړو̋

د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې په اسلام اباد کې ترسره کیږي، چې په دې وروستیو کې له یوې خوا د پاکستان و امريکا ترمنځ اختلافات زیات شوي او بل پلو په قطر کې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې پيلیدونکې دي. په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه بريګېډير محمودشاه وايي دغه غونډه به له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې ډېرې مثبتې نتيجې ولري:

̋زه فکر کوم چې د پاکستان او ايران دواړو هېوادونو ګټه په دې کې ده چې په افغانستان کې بايد سوله وي، که امريکا اخلاص ولري، په افغانستان کې د سولې د بهير د پياوړي کولو په برخه کې د دغو درېواړو هېوادونو دغه اوسنۍ غونډه او د امريکا هڅې بايد سره ګډې شي̋

ټاکل شوې ده چې دې ته ورته د درېواړو هېوادونو تر منځ راتلونکې درې اړخيزه غونډه به په کابل کې کېږي.

حامد کرزی او محمود احمدي نژاد، چې د پنجشنبې په ورځ په یوه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په هدف اسلام اباد ته رسیدلي له دې وړاندې د پاکستان له جمهور رئیس آصف علي زرداري، صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او یو شمېر نورو عالي رتبه دولتي مقاماتو سره د سیمې پر امنيتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه غږېدلي او د ښو پايلو تمه يې څرګنده کړې وه.