روسیې هیله ښودلې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د پروګرامونو په یوه لړۍ کې به برخه واخلي. په کابل کې د روسیې سفیر اندرې اوي تیسیان وايي چې د دې کار هدف د افغانستان د حساس اقتصاد پیاوړي کول دي.
په کابل کې د روسیې سفیر اندرې اوي تیسیان Andrey Avetisyan وايي چې روسیې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې په پروژو کې محدودوه برخه لرله، ځکه د ده په وینا په دې لسو کلونو کې په افغانستان کې جګړه روانه وه او له دې چې روسیه په جګړه کې نه وه ښکېله، نو په نورو برخو کې یې هم فعالیت کم و.
خو د روسیې سفیر وايي، دا نظر اوس بدل شوی او روسیه غواړي چې خپل فعالیتونه بیاپیل کړي. اوي تیسیان چې په کابل کې د روسیې په سفارت کې د رویټرز آژانس له خبریال سره مرکه کوله وویل چې روسیه غواړي د افغانستان د بیارغونې په پروژو کې برخه واخلي او په لومړي ګام کې یوسل او پنځوس پروژې چې د پخواني شوروي له وخته په افغانستان کې پاتې وې، له سره پیل او بشپړې کړي، د مثال په ډول د سالنګ تونل، د هېواد لویې لارې او د کابل مرکزي سیلو.
د اوي تیسیان په وینا د دې پروژو په برخه کې، چې تقریباً ټولې یې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل مخکې جوړې شوې دي، په روسیه کې اړوند اسناد، ټکنالوژي او مسلکي کسان شته چې روسیې ته د دې پروژو په بیارغونه کې خاص ځای ورکوي.
د روسیې سفیر وايي چې هېواد به یې په دوهم ګام کې په نورو پروژو، لکه د تېلو د استخراج، د اوبو د بندونو، کورجوړونې او حتی ښايي د افغانستان د اورګاډي د لومړنۍ پټلۍ په جوړولو کې ونډه واخلي.
آسیايي پراختیايي بانک تېرکال اټکل وکړ چې د افغانستان د اقتصادي بنسټونو جوړول له څلور میلیارده ډالرو زیاتې پانګې ته اړتیا لري. د روسیې سفیر نه غوښتل د پروژو د لګښتونو یا هغو مالي مرستو په اړه چې روسیه یې د افغانستان لپاره په پام کې لري خبرې وکړي خو یادونه یې وکړه چې دوه اونۍ وروسته به د افغانستان د مالیې وزیر، حضرت عمرزاخېلوال مسکو ته سفر وکړي او هغه مهال به په دې اړه ځانګړي وړاندیزونه وشي.
اوي تیسیان زیاته کړه چې د روسیې د ګاز د صادراتو دولتي شرکت ګازپروم، د تېلو ستر شرکت روس نفت، د روسیې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو شرکت، د لوک آیل د تېلو او د راو د انرژۍ شرکتونه په افغانستان کې په ځانګړو پروژو کې همکارۍ ته لېوال دي. ده ټینګار وکړ چې روسیه به بیا د افغانستان خلکو ته ونه وايي چې په څه ډول سره باید ژوند وکړي او د راتلونکې لپاره دې کومه لاره غوره کړي ځکه دا کار یې ۲۵ کاله مخکې بند کړ.
په کابل کې د روسیې سفیر اندرې اوي تیسیان چې د پخواني شوروي په وخت کې یې په افغانستان کې کار کاوه او په پښتو او دري روانې خبرې کوي وايي، روسیه د اقتصادي ودې په برخه کې له داسې یوه دوست او خپلواک افغانستان سره چې وکولای شي خپل ګاونډی یې وبولي مرسته کول غواړي ځکه نوموړی وايي چې له اقتصادي ودې پرته به د امنیت ټینګول هم ستونزمن کار وي.
په کابل کې د روسیې سفیر وايي، د بې امنیتۍ ریښې باید د یوه هېواد د خلکو په وزګارتیا کې ولټول شي او د کار د امکاناتو موندل بې له شکه د امنیت په ټینګولو کې مهمه ونډه لري.