په بلوچستان کې د تعميراتي شرکت اووه تنه مزدوران وژل شوي

پرون د بلوچستان په تربت سيمه کې د يوۀ تعميراتي شرکت اووه تنه کارکوونکي د نامالومو کسانو په ډزو وژل او دوه نور ټپيان شوي دي. دغه کسان په داسې حال کې وژل شوي چي د بلوچستان په اکثرو بلوڅي سيمو کې د بلوڅو د يوۀ ملتپال ګوند د يوۀ غړي د وژنې په خلاف- چي مړى يې وړمه ورځ موندل شوى- احتجاج او کاربنديز اعلان شوى وو.

د سه شنبې په ماښام د ايران پولې ته نيژدې د تربت ښارګوټي د بلېده سيمې په مسکين نومي ځاى کې نامالومو وسلوالو پر يوه تعميراتي شرکت وسلوال بريد وکړ او شاوخوا لسو تنو کارکوونکيو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله. د تربت سيمې يوۀ چارواکي اکرام الله په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

((پر درېوو موټرسايکلو سپاره شپږ وسلوال راغلي او لومړى يې د دغه شرکت د کارکوونکيو شناختي کارټونه کتلي، لاسونه يې تر شا ورتړلي او بيا يې اووه تنه ورڅخه په ډزو وژلي او درې تنه چي د بلوچستان او سيند اوسېدونکي وو ژوندي پرېيښي دي، د دوى مړي مو روغتون ته انتقال کړل))

له سيمې څخه لومړني تر لاسه شوي راپورونه وايي چي په دې بريد کې پينځه تنه مزدوران ځاى پر ځاى وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي وو. روغتون تر وړلو وروسته دوو نورو مزدورانو هم ساه ورکړې او دوه لا هم تر درملنې لاندې دي.

حکومتى چارواکى اکرام الله وايي دغه کسان د تربت او بلېده سيمې تر منځ د لوى سړک د جوړولو په کار بوخت وو، وايي له وژل شويو اوو تنو څخه پينځه د وزيرستان، يو د سوات او اووم کس د ټانک اوسېدونکى دى. وايي وسلوالو د تعميراتي شرکت درې موټر او ځينې نور ماشينونه هم سوځولي دي.

د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو جبهې يا د بي ايل ايف په نامه سازمان د دې بريد مسووليت منلى دى. د ډوډا بلوڅ په نامه يوه تن، چي وايي د دې سازمان وياند دى، رسنيو ته ويلي چي وار له مخه يې هم دغو تعميراتي شرکتونو ته خبردارى ورکړى چي په بلوڅي سيمو کې دي د تېلو او ګازو د پلټنې او د نورو تعميراتي پروژو کارونه نه کوي، که نه وي دوى به يې حملې پرې وکړي.

په تربت سيمه کې پر مزدورانو باندې دا بريد په داسې وخت کې شوى چي د سه شنبې په ورځ د کوټې په شمول په مستونګ، خضدار، پنجګور، نوشکي، ګوادر او ځينو نورو بلوڅي کې د سنګت ثنا بلوڅ د وژنې په خلاف بشپړ کاربنديز وو، چي اکثره کاروباري مرکزونه تړل شوي وو.

سنګت ثنا بلوڅ د براهمدغ بلوڅ په مشرۍ د بلوچ ريپبلکن ګوند له مرکزي مشرانو څخه وو، چي څلور کاله وړاندې د بلوچستان د مستونګ ښارګوټي له کولپر سيمې څخه تښتول شوى وو او دوې ورځې وړاندې يې په مرميو سورى مړى له تربت سيمې تر لاسه شو.

په کراچۍ کې د سنګت ثنا خور زرينه بلوڅ وايي د ورور د ښخېدو په مراسمو کې د ګډون پر ځاى يې د ورکو بلوڅو په ملاتړ په احتجاجي غونډه کې برخه واخيسته:

((له سنګت ثنا بلوڅ سره چي څه وسول، د هغه مړى په ډېر بد حالت کې غورځول سوى وو، پر بدن يې د اته ويشتو مرميو نخښې وې، داسې په وحشت وژل شوى وو چي ټول بدن سورى- سورى وو، پاکستان ځان ته اسلامي هېواد وايي، د هغه جرم دا وو چي د خپلو حقوقو لپاره يې مبارزه کوله، دوى وتښتاوه او ويې واژه))

زرينه بلوڅ وايي پلار ته به يې د پاکستان حکومتي ادارو ويل چي زوى يې افغانستان ته تللى او دوى يې په اړه مالومات نه لري، خو دا دى مړى يې د بلوچستان له تربته وموندل شو.

د يادونې وړ ده چي دوې ورځې وړاندې له همدې تربت سيمې څخه د جان محمد مري او بکشا بګټي په نوم د دوو نورو ورکو بلوڅانو مړي هم موندل شوي وو. د بلوچ نېشنل وايس په نامه سازمان ويلي چي جان محمد مرى له خپلو درېوو نورو ملګرو سره يوه اوونۍ وړاندې له کراچۍ ښاره تښتول شوي وو چي وايي د نواب اکبر بګټي له نيژدې کسانو څخه وو او بکشا بګټى درې مياشتې مخکې له لسبېله سيمې ورک شوى وو.

د ورکو بلوڅانو د اتحاديې مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي دغه تازه مړي د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو د کومېټې د غونډې په بدل کې ورته ورکړل شول:

((په امريکا کې چي د بلوچستان په اړه د کانګرس د کومېټې غونډه وشوه، د هغه په عکس العمل کې موږ ته وړمه ورځ پينځه مړي راکړل شول او موږ هيڅ توقع نه کوو چي په بلوچستان کې دي زموږ د خلکو د وژلو او مړيو د موندلو دا لړۍ بنده شي، بلکې دا به نوره هم پسې و غزېږي))

د ورکو بلوڅو اتحاديه وايي له تېر يو نيم کاله راهيسې د دوى له شاوخوا څورلس زره ورکو بلوڅانو څخه د درې سوه اتيا تنو خراب شوي مړي موندل شوي دي چي له هغوى څخه پينځوس يې پرته له دې چي وپېژندل شي، خاورو ته سپارل شوي دي.

بارکوال مياخېل- کوټه