ګېلاني پرځان لګېدلي تورونه رد کړل

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني رسما سترې محکمې ته په سپکاوي تورن شو.

ګیلاني تورن دی چې د ولسمشر اصف علی زرداري په وړاندې د فساد دوسیې په بیرته سپړلو کې پاتې راغلی دی. هغه پرځان لګول شویو تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د دغو تورونو ترشا سیاسي انګیزې پرتې دي او زرداري د هیواد د ولسشمر په توګه مصونیت لري.

ګیلاني او زرداري دواړه د پاکستان د واکمن پیپلز ګوند مشران دي.

که ګیلاني مجرم وپیژندل شي نو به د بند له سزا سره مخ شي او هم به خپله دنده له لاسه ورکړي.

خو د پیپلز ګوند د اطلاعاتو د چارو مشرقمرزمان کایره چی پخوا د ګیلانی په کابینه کی د اطلاعاتو وزیر و، نن په اسلام اباد کی خبریالانو ته وویل چی ګیلانی به په خپلی څوکی پاتی شی.

“صدراعظم صدراعظم دی او که خدای کول دی به په خپله څوکی پاتی شی. خو دایوواقعیت دی چی نن موږ ډیرپریشانه یواوله یوه خرابه حالت سره مخامخ یو. د لومړی ځل لپاره د پاکستان صدراعظم تورن پیژندل کیږی. دا د پاکستان په تاریخ کی د خپګان ورځ ده”

د چاروکتونکي وایي چې د غه دوسیه به د حکومت د ړنګیدو سبب نه شي خو هغه به د هیواد پرچارو ناوړه اغیزوکړي او پوځ به نورهم پیاوړی کړي.