په بلوچستان کې د بېګناه خلکو وژل به د پاکستان لپاره بدې نتيجې ولري

د بلوجستان د سني او شعیه عالمانو غونډه

په بلوچستان کې خرابو امنيتي حالاتو ته په پام سره د مجلس وحدت المسلمين په نامه د شعيه او سني عالمانو د يوې ټولنې له خوا يو ورځنى کنفرانس شوى چې د ګڼ شمېر ملتپالو او نورو مذهبي ګوندونو مشرانو هم پکې برخه اخيستې. دوى ويلي چې په بلوچستان کې د خلکو وژنې به نور بلوڅ ګوندونه هم- چې پارلماني سياست کوي- دې ته اړ کړي چې غرونو ته وخېژي او وسلوال مقاومت پيل کړي.

د يکشنبې په ورځ په کوټه کې د شعيه او سني عالمانو د ټولنې وحدت المسلمين له خوا په را بلل شوي کنفرانس کې برخوالو تر ډېره د بلوچستان پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې. دوى وويل چې په دې ايالت کې يوې خواته فرقه ييزو جګړو ته لمن وهل کېږي او خلک د شعيه او سني په نامه سره وېشل کېږي او يو د بل وژلو ته هڅول کېږي او بلې خواته خلک د خپلو حقوقو د غوښتنې په جرم وژل کېږي. د بلوچستان نېشنل ګوند يوۀ مشر مهم خان بلوڅ بلوچستان يوه پوځي چاوڼۍ وبلله او ويې ويل چې ګام پر ګام د امنيتي پوستې له امله پر خلکو باندې ويره خپره ده:

"د ملېشه او پوځ دوه نومونه چې اخيستل کېږي زه يې نه اخلم، چې نظامي درېشي يې اغوستې وي هغه پوځي دى، پر هر سړک باندې سنګرونه جوړ شوي دي، د بلوچستان په هر ښار کې کوڅه په کوڅه د پوځ سنګرونه او پوستې جوړې دي، په ټول بلوچستان کې پوځي عمليات کېږي او د نورو سيمو په نسبت ډېره بګټي د پوځي عملياتو تر ټولو لوى مرکز دى، هلته ښځې او نارينه دواړه په بې درېغه توګه وژل شوي او خلکو يې کورونه پرېيښي او پر بيابانونو تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي"

د بلوچستان نېشنل ګوند يوۀ مشر مهم خان بلوڅ وويل په پاکستان کې عملاً هيڅ اساسي قانون موجود نه دى، ځکه چې وايي خلک يې په بېګناه توګه وژل کېږي، مړي يې غورځول کېږي خو قانون ورباندې خوله پټه کړې ده. دۀ وويل په نړيواله کچه چې پر بلوڅانو باندې د کېدونکي ظلم ږغ پورته شوى، دا به يې خلک له دې ظلمه را و باسي:

"زه اساسي قانون نه وينم، توپک وينم، پوځي عمليات وينم، خراب شوي مړي وينم، زموږ وسايل نن لوټل کېږي او لېږدول کېږي، نو ښکاره خبره ده چې د دې په خلاف نن بلوڅانو خپل ږغ پورته کړى دى او نن د پاکستان د بشري حقونو سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کومېټې او په امريکا کې د کانګرس کومېټې هم دغه ږغ پورته کړى، کوم ظلم چې له موږ سره کېږي، د نړۍ په هر ځاى کې چې د دې په ملاتړ را پورته کېږي موږ باور لرو چې دا يو مثبت ګام دى"

مهم خان بلوڅ وويل پاکستان چې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې په افغانستان کې د لاسوهنې کومه ستراتيژي خپله کړې ده، دا نور بايد بدله کړي او د خپلو ساتل شويو ترهګرو د ځپلو لپاره د پښتنو او بلوڅو په سيمو کې نه بلکې د ترهګرو په اصلي پناه ځايونو کې دي عمليات وکړي چې وايي په جنوبي پنجاب کې دي. دۀ وويل چې پاکستان که غواړي راتلونکى يې نور له خطر سره مخامخ نه شي، د هر قوم حقوق دي ومني:

"موږ سياسي خلک چې تر اوسه مو لا د پارلماني سياست لکۍ ټينګه کړې ده، چې موږ له اوسنيو حالاتو مطمئن نه يو، نو په غرونو او بيابانونو کې موجود ځوانان چې وسلې يې ور پورته کړي او جنګېږي، هغوى خو په هيڅ ډول خبرو ته نه شي حاضرېداى، که دا لړۍ همداسې روانه وه، زموږ نېشنل ګوند ته به هم ګرانه شي چې پارلماني سياست وکړو، بيا به يا په کورونو کې کښېنو او يا به اړ يو چې په غرونو کې له خپلواکي غوښتونکيو ځوانانو سره ملګري شو"

د عوامي نېشنل ګوند يوۀ مشر کمانډر خدايداد وويل په ختيځ پاکستان کې چې کله د پاکستاني پوځ له خوا پر بنګاليانو ظلم کېدۀ، نو نتيجه يې له پاکستانه د بنګال بېلتون شو. سره له دې چې عوامي نېشنل ګوند په مرکزي او ايالتي حکومتونو کې شامل دى، خو مشر يې وويل چې دا ډول په ظلم سره حکومتونه نه شي چلېداى چې خپل بېګناه خلک دي وژني:

"يوې خواته بېګناه شعيه ګان وژل کېږي، بلې خواته بلوڅان وژل کېږي، له خضداره وتښتول شي په بوستان کې يې مړى وموندل شي، له بل ځايه يووړل شي کراچۍ ته نيژدې يې مړل وموندل شي، هيڅ نه پوهېږو د خلکو وژل بيا کومه منطق دى، سياسي مبارزه خو له سياسي لارې کېږي، نه په وژلو سره او بيا د خپل ولس وژنه، په دې ډول خو حکومت نه شي چلېداى، دومره ظلم، دا خو اوس له زغمه وتلې ده، دا اوس چې څوک واکمن دي دوى له مځکې او شتمنۍ سره مينه لري، له خلکو سره مينه نه لري، خلک دي مري، چېغې دي وهي، دا څه حال دى، آيا دا هېواد به داسې ژغورل کېږي؟"

د مجلس وحدت المسلمين مشر علامه مقصود علي ډومکي وويل موږ ټول بايد په ګډه په بلوچستان کې د کېدونکي ظلم په وړاندې ودرېږو، دۀ د حضرت علي رضى الله عنه له قوله وويل چې يو حکومت په کفر سره اوسېدلاى شي خو په ظلم سره دايم نه شي پاتېداى:

"زموږ د ټولو درد يو دى او درملنه به يې هم پخپله کوو، د بلوچستان پر خرابې وضعې باندې ټول اندېښمن دي او ټول فکر کوي چې د دې رنځ درملنه د سياسي مشرانو کار دى، حکومت او ادارې خو يې پر بېګناه خلکو د ظلم په مخنيوي کې پاته راغلې دي، په دې هېواد کې چې ظلم کېږي، د خلکو مړي موندل کېږي، ښځې وژل کېږي، د دې ظلم په خلاف د ږغ پورته کول زموږ د ټولو ګډ مسووليت دى "

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان پر ناکراريو او په دې ايالت کې د بلوڅو پر مرموزو تښتونو او وژنو باندې اوس نه يواځې پخپله بلوڅان احتجاجي غونډې او مظاهرې کوي، بلکې د پاکستان ستره محکمه، د بشري حقونو سيمه ييز او نړيوال سازمانونه هم په دې اړه اندېښمن دي، خو د فبرورۍ پر اتمه نېټه د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو د کومېټې له خوا د بلوچستان په اړه ځانګړې غونډې په دې ايالت کې بشري ضد اعمالو ته د ټولې نړۍ پام را واړاوه.

بارکوال مياخېل- کوټه