په ترکمنستان کې نن د ولسمشرۍ انتخابات وشول

په ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي او د دې هېواد له دریو میلیونو زیات وګړي چې په انتخاباتو کې د ګډون وړ دي، د دې هېواد راتلونکی مشر ټاکي.

په ننیو انتخاباتو کې که څه هم د ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف په وړاندې اوه نور سیالان ولاړ دي، خو اکثر څارونکي په دې باور دي چې د دې انتخاباتو ګټونکی به بیاهم دی وي.

ولسمشرقربانګلي بیردې محمدوف نن د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې له خپل پلار، زوی او لمسي سره یوځای د رایې ورکولو یوه مرکز ته ولاړ او لومړی یې د کورنۍ مشر، یعنې خپل پلار ته اجازه ورکړه چې د ترکمنستان په اساسي قانون کې د رایې ورکولو لپاره له خپل تسجیل شوي حق څخه کار واخلي.

د راپورونو له مخې د ده اوه واړه سیالانو هم خپلې رایې په صندوق کې واچولې خو تمه کېږي چې په دې انتخاباتو کې به ولسمشر بیردي محمدوف خپل واړه سیالان چې ټول تقریباً ناپېژندل شوي کاندیدان دي آسانه مات کړي.

د پخواني شوروي له ړنګېدو وروسته، په تېرو څه باندې شلو کلونو کې دا دریم ځل دی چې په ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي او دوهم ځل دی چې له یوه زیات کاندیدان ځان پکې کاندیدوي.
په لیباپ ولایت کې یو رای ورکوونکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو ترکمني څانګې ته وویل:
“ما خپله رایه نن په لسوبجو ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف ته واچوله. بل کوم کاندید نشته. سهار وختي خلک کم وو، ښايي علت به یې سړه هوا وه او کېدای شي ماسپښین به ګڼه ګوڼه زیاته شوی وي. ما داسې سړی هم ولیده چې د خپلې ټولې کورنۍ رایې یې په صندوق کې واچولې. دا کومه نوې خبره نه ده، نورې سرغړونې مې نه دي لیدلي، خو د دې انتخاباتو نظم د پخوانیو هغو په پرتله ښه و”

بیردي محمدوف چې د یوازیني سیاسي ګوند، یعنې د ترکمنستان د دیموکراتیک ګوند، د سوداګرو د اتحادیو او ټولنیزو سازمانونو ملاتړ ورسره دی، په ۲۰۰۷ کال کې د پخواني ولسمشر صفرمرادنیازوف له مړینې څه کم دوه میاشتې وروسته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هم بریالی شو خو د هغو ژمنو ډېرې لږې یې عملي کړې چې هغه مهال یې له خلکو سره کړې وې. مثلاً د نیازوف د واکمنۍ پرمهال پر ټولنه لګول شوي قیودات یا د سیاسي ګوندونو د راجسټر مخنیوی خو داځل ده ژمنه کړې چې د خلکو اقتصادي شرایط به ښه کوي.

د لیباپ د سردارآباد ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن خرماګل وايي، دا هیله منه ده چې په شرایطو کې به یوه ورځ ښه والی راشي:

“ما د لومړي ځل لپاره، په داسې حال کې رایه ورکړې چې ګټونکی یې له مخکې رامعلوم دی خو په انتخاباتو کې هېڅ بله مسئله د عوامو له هیلو سره تړلې نه ده. زه باور لرم هغه وخت چې زموږ په هېواد کې به رښتیني ډیموکراتیک انتخابات کېږي او خلک به خپل مشران په خپله غوره کوي راروان دی. زه پوره باور لرم”

ترکمنستان د طبیعي ګاز د زېرمو له پلوه په نړۍ کې دریم مقام لري. دا پراخې زیرمې د ترکمنستان حکومت ته ډېر زیات عواید په لاس ورکوي او ښايي په همدې دلیل لویدیځ هېوادونه، چې د انرژۍ د نویو سرچینو په لټه کې دي، پر دې هېواد لږ انتقاد کوي. خو د بشري حقونو مدافع ډلې لاهم د دیموکراتیکو اصلاحاتو او بشري حقونو ته د درناوي په چاره کې د پاتې راتلو له وجې د ترکمنستان پر حکومت سخت انتقادونه کوي.