ولسمشر حامد کرزی وايي، چې له دې وروسته دې افغان محصلین بهر ته د تحصیل لپاره یوازې د لوړو زده کړو د وزارت له لارې واستول شي.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر له خوا په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي، ولسمشر وروسته له هغې دغه خبره وکړه، چې له ترکیې او هند څخه راستانه شوي پلاوي په دې هېوادونو کې د محصلینو ځینې ستونزې بیان کړي.
ښاغلي کرزي ویلي، چې وروسته له دې دې بهر ته د محصلينو په لیږلو کې له ډیر دقت نه کار واخیستل شي.
د اعلامیې له مخې افغان محصلینو ته د لیلیې نشتوالی، په ځینو پوهنتونونو کې د هغوي نه منل او په ژبې نه پوهیدل په هند او ترکیې کې د افغان محصلینو له لویو ستونزو څخه دي.