د پاکستان صدراعظم پر افغان سولې د خبرو لپاره قطر ته لاړ

د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني نن قطر ته روان شو چې له قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې وکړي، په دغه هېواد کې وسلوالو طالبانو او امريکايي چارواکو لومړني ارتباطات پيل کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په يوه خپاره شوي بيان کې قطر ته تر روانېدو مخکې د صدراعظم له قوله ويل شوي چې ”صدراعظم به د افغانستان د ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د پيل شويو اقداماتو په وړاندې د خپل حکومت دريځ بيا څرګند کړي”

پاکستان تېره اوونۍ وروسته تر هغه افغانستان ته د نژدې کېدو هڅه وکړه، په دواړو هېوادونو کې روان تاوتريخوالى د دوى ترمنځ د اړيکو د خرابېدو سبب شوى دى. له دې تاوتريخوالي دواړه هېوادونه ځورېږي.

پاکستان وايي د افغانستان د لس کلنې جګړې د پايته رسېدو د بهير مشري بايد افغانان وکړي.

راپورونه وايي، افغانستان او پاکستان د امريکا او طالبانو ترمنځ په ارتباطاتو کې څنډې ته پاتې شوي دي.

اسلام اباد قطر ته د ګېلاني درې ورځنى رسمي سفر د اړيکو د پراختيا او سوداګرۍ د پرمختيا لپاره يو فرصت ګڼلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط وويل ګېلاني به د نورو چارواکو تر څنګ د قطر له امير او صدراعظم سره هم وګوري.

باسط وويل: ”د صدراعظم د سفر هدف د دوه اړخيزې همکارۍ پراختيا، د موجوده ميکانيزم فعالول او د بنسټيزو اړيکو پراختيا ده”

طالبانو تېره مياشت تاييد کړه چې دوى له امريکا سره د احتمالي مخامخ خبرو لپاره په قطر کې د يوه سياسي دفتر پرانيستل پلان کړي دي. د دواړو لوريو ترمنځ ارتباطات پيل شوي دي چې تر ډېره د بنديانو پر احتمالي تبادلې متمرکز دي.

لوېديځ په افغانستان کې د پاکستان رول او له طالبانو، له دې جملې حقاني شبکې او نورو وسلوالو سره يې اړيکو ته د شک په سترګه ګوري، چې د دغو سخت دريځو ډلو مشران په پاکستان کې دېره دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر تېره اوونۍ وويل په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپاره به پاکستان هر هغه څه وکړي، چې افغانان يې غواړي، خو هغې ټينګار وکړ، چې د سولې د پروسې مشري دې امريکايان يا نور بهرني قوتونه نه کوي.