امريکا په عربي نړۍ کې د ډيموکراسۍ د پراختيا غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري نن له متحد ایالاتو او اروپا څخه وغوښتل چې په نړۍ کې د اقتصادي ستونزې د حل او په عربي نړۍ کې د ډیموکراسۍ د پراختیا لپاره همکاري وکړي .

هیلری کلنتن چې د میونیخ په اته څلویښتم امنیتي کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل چې باید اروپا او امریکا دواړه یو له بل سره د سوریې په شمول چې د کلنتن په وینا جمهور ریس بشار الاسد په کې پر خلکو ظلم کوي، له مستبدو هېوادو سره مبارزه وکړي.

د مېرمن کلنټن دا څرګندونې ظاهراً د متحدو ایالاتو د ادارې د هغو هڅو یوه برخه بلل کیږي چې غواړي د امریکا د بودیجې د کسر ، له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو د ویستلو سره سره د اسیا پر سیمه ډیر ټینګار کوي او له اروپا سره خپلو اړیکو ته نوې ساه ورکوي .