د کانګرس ځينې غړي د طالب بنديانو د خوشې کېدو مخالف دي

د امریکا د کانګرس ځینې غړي له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو د پنځو مشرانو د خوشې کولو د پرېکړې پرضد یوې ښکاره مبارزې ته د تیارۍ په حال کې دي.

له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو د پنځو مشرانو احتمالي خوشې کول اصلاً د اعتماد جوړولو لپاره د ښه نیت یو اقدام دی چې کولای شي له افغان حکومت سره د طالبانو خبرواترو ته لاره پرانیزي، خو د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه استازی، رویټرزآژانس ته ویلي چې کانګرس ته په رسمي ډول د دې وړاندیز له سپارلو سره به د دې پرېکړې په وړاندې عام مخالفت پراخ شي.

که څه هم د امریکا کانګرس تراوسه دا طرح نه ده تصویب کړې او دې کار ته تراوسه لږترلږه یوه میاشت پاتې ده، خو څارونکي په دې باور دي چې په داسې یو حالت کې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کمپاین روان دی سپینه ماڼۍ ښايي کانګرس ته ددې طرحې د وړاندې کولو د خطرونو په اړه له سره غور وکړي. د دې څارونکو په نظر، ښايي د کانګرس غړي د دې پلان منلو ته لېوال نه وي ځکه د دې پلان د بریالیتوب په صورت کې به متحدایالات د هغې افراطي ډلې ملاتړ وکړي او واک ته به یې ورسوي چې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو څخه په سرغړونو تورنه ده.

د امریکا په یو وروستي استخباراتي راپور کې راغلي چې طالبان که څه هم کمزوري شوي خو د دوی جنګیالي له لویدیځو ځواکونو سره د جګړې د ډګر پرېښودو ته لېوال نه دي.

د کانګرس یو جمهوري غوښتونکی استازی چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې له رویټرز آژانس سره خبرې کړي، دې راپور ته اشاره کوي وايي، وضعیت اوس ګډوډ دی او د امریکا د حکومت مامورین فکر کوي چې دا به یې وروستی اقدام وي او د دې لپاره چې یو دریځ غوره کړي د اوبو وړو په شان ځګ ته لاس اچوي.

د کانګرس ځینې دیموکرات غړو هم په دې اړه سخته اندېښنه ښودلې. د سنا د استخباراتو د کمیټې مشر دایان فاین سټاین تېره اونۍ رویټرز خبري آژانس ته وویل، موږ پرېکړه کړې وه چې له تروریستانو سره به خبرې نه کوو. د کانګرس ځینو غړو او استخباراتي چارواکو د ملامحمدفاضل د خوشې کولو او قطر ته د هغه د سپارلو د پرېکړې په اړه شک ښودلی.

د طالبانو نامتو قوماندان ملافاضل چې له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د زرګونو شیعیه ګانو په وژنه تورن دی له ۲۰۰۲ کال راپه دې خوا په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

د امریکا د پوځي اسنادو له مخې ملافاضل د ۲۰۰۱ کال په نوامبر میاشت کې مزارشریف ته نژدې په قلعه جنګي کې د طالب بندیانو په هغه پاڅون کې برخه لرله چې په نتیجه کې یې امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مامور جاني مایکل سپن ووژل شو. سپن لومړنی امریکايی پوځي و چې په افغانستان کې وژل شوی.