له طالبانو سره د سولې هڅې نتیجه ورکوي؟!

له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هڅې له افغانستانه بهر او د افغانستان دننه روانې دي. خو د هغه رپوټ له مخې چې تازه ناټو د جګړې په ترڅ کې د نیول شویو بندیانو په وینا خپور کړی دی، د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي.

د رپوټونو له مخې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې تماسونه په ابتدایي مرحلې کې روانې دي. دغو خبرو ته یو شمیر کسان هیلمن دي خو د هغه رپوټ له مخې چې ناټو د نیول شویو طالبانو د تحقیقاتو پر بنسټ خپور کړی دی. د سولې خبرو ته هیلې لږې دي.

د ناټو رپوټ د اووه ویشت زره زندانیانو د تحققاتو پر بنسټ چمتو شوی دی. په دې ډله کې څلور زره بندیان د طالبانو او القاعده غړیو دي. دغو زندانیانو دا نظر ورکړی دی چې نه کابل او نه هم اسلام اباد غواړي چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسیږي.

د خپاره شوي رپوټ له مخې د طالبانو ډيری مشران په دې باور دي چې پاکستان او افغان حکومت د دې جګړې د سوله ییز پای ته رسیدو ځکه پلوي نه کوي، چې د جګړې له ختمیدو سره دوی خپلې ګټې له لاسه ورکوي.

د زندانیانو په باور د طالبانو مشران همداراز دا ویره لري چې له هر لورې به پر دوی فشار راشي چې جګړې ته دوام ورکړي. بندیانو دا هم ویلي دي چې د طالبانو د وسله والې مبارزې له امله کابل ته د ایران او هند په ګډون د نړۍ له شاوخوا پیسې راماتې دي او له دې سره په کابل کې چارواکي پیسې پیدا کوي نو ځکه دوی جګړه اوږدوي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي چې دا سمه نه ده چې په جیل کې د ایسارو خلکو نظر دې د کوټي د شورا د غړیو له نظر سره یو شان وي. دې ته ورته خبره په کابل کې د ایساف ویاند برید جنرال جاکوبسن رویټرز اژانس ته وکړه، چې په افغانستان کې اوسني شرایط له تیرو سره فرق لري:

“د هغو بندیانو په ډله کې چې تحقیقات یې شوې دي محدود شمیر یې سخت دریځه دي او د طالبانو افراطي کسان دي، دوی خپل نظر ورکړی دی چې دا مبارزه څنګه روانه ده. حقیقت بیا د جګړې په ډګر کې دی چې ډير فرق لري او موږ په دوه زره یولسم کال کې د دې شاهدان وو”

د سولې په لور اوس د یو شمیر څیړونکو په وینا مهم ګام دا اخیستل شوی دی چې هم امریکا، هم کابل او هم طالبان سلا شوې دي چې په قطر کې طالبان سیاسي نمایندګي ولري.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا له دې داسې ښکاري چې د طالبانو مشرانو دې ته غاړه ایښې چې خبرې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره پرانیزي.