روسيې تېرکال د ١١ م. ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي

د روسیې د وسلو د صادراتو دولتي ادارې وویل په ۲۰۱۱ کال کې یې د یوولس ملیارد ډالرو وسلې پلورلي چې د ورتېر کال یعني ۲۰۱۰ په پرتله دوه ملیارد ډالره زیاتې دي.

د روسیې د دولتي صادراتو د ادارې عمومي رييس اناتولي ایسایکین نن په عین حال کې وویل، چې دې ادارې په ۲۰۱۱ کال کې د وسلو په خرڅلاو کې ملیاردونه ډالره زیان هم کړی، ځکه چې ملګروملتونو د لیبیا پر پخواني رژیم د وسلو پر پلورلو بندیز ولګاوه.

ایسایکین وویل چې د روسیې د وسلو لوی پېرودونکي هند، وینزویلا او د اسیا - پسفیک د سیمې هېوادونه دي.