په کونړ کې داسې اوازې خپرې شوي، چې د سولې د مرکزي شورا غړی مولوي شفیع الله شفیع چې د نورستان اوسېدونکی دی د کونړ په ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا تېره ورځ تښتول شوی او تراوسه یې درک نه شته.
په کونړ کې د سولې شورا رئیس مولوي محمد هاشم منیب وايي چې ښاغلي شفیع له دوى سره په کونړ کې څو ورځې تېرې کړي اوله تېرو دوو ورځو راپه دېخوا نادرکه دی:
“د سولې د عالي شورا د سرپرست عبدالحکیم مجاهد صاحب په امضا يې یو کاغذ والي صاحب ته راړوی و، چې په کې لیکل شوي وو، چې مولوي شفیع الله دلته د تماس او رابطو څه کارونه لري. بیا والي هغه مکتوب زموږ دفتر ته رالیږلی و، موږ ورته د اوسېدو لپاره یوه کوټه ورکړې وه. د نورو کارونو او رابطو خبره يې موږ سره نه ده شریکه کړې او نه هم موږ د دې څخه خبر کړي یو ،چې چېرته او څه لپاره تللی دی. یا خو سړی داسې ځاى ته تللی دی چې هلته رابطه نه کېږي اویا کوم بل څه پیښ شوي دي”
د سولې عالي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د کونړ خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد ازادۍ رادیو ته وویل چې مولوي شفیع الله په سیمه کې وسله والو طالبانو سره اړیکې درلودې او هغوى ورسره ژمنه کړې وه ،چې دوى د سولې پروسې سره یوځاى کېږي او باید چې ورسره له نژدې خبرې وشي.
مولوي شاهد وايي ښاغلی شفیع هم په همدې نیت له کابل څخه کونړ ته راغلی و:
“مولوي صاحب د دغه طرف سره اړیکې درلودې اودلته د څه سرګروپانو سره، کوم کسان چې د دوى ترمنځ واسطه وو، هغوی دغه ځاى ته رسولی دی .زما د معلوماتو له مخې په اسمار کې یو دوه سرګروپان دي او هغوى سره دی”
مولوي شاهد وايي له دوه ورځو څخه د مولوي شفیع الله ټلیفون بند دی. ښاغلی شاهد وايي دوى هڅه کوي چې مولوي شفیع الله پیدا او د طالبانو له منګولو يې خلاص کړي.
د کونړ امنيه قومندان مل پاسوال عوض محمد نذیري ازادۍ راډیو ته وویل دوى ته هم داسې اوازې رارسېدلې چې مولوي شفیع الله وسله والو طالبانو نیولی دی:
“زه يې نه یم خبر کړی چې چېرته ځم او چېرته نه ځم. تراوسه يې د نیولو په اړه کوم رسمي راپور موږ ته نه دی راغلی. ځينې اوازې شته چې هغه موږ دقیق کوو، چې چا سره تللی او څه لپاره تللی دی او په کوم ځاى کې له موټره کوز شوی دی”
مولوي شفیع الله دری کاله وړاندې په نورستان کې د پوهني رئیس و.اوس د سولې د مرکزي شورا غړی او همدا راز د علماوو په سرتاسري شورا کې هم غړیتوب لري .
تراوسه وسله والو طالبانو د مولوي شفیع الله د نیولو په اړه څه نه دی ويلي.
روح الله انوري/ کونړ