د قزاقستان مخالفانو مظاهره وکړه

د قزاقستان د حکومت د مخالفانو زرګونو پلویانو نن په الماتا کې د ولسمشر نورسلطان نطربایف او د وروستو انتخاباتو پر ضد مظاهره وکړه.

د قزاقستان د جمهوريت میدان شاو خوا کې سوله يیزه غونډه وشوه او پولیسو هم مداخله ونه کړه، خو د ملي ټولنیز دیموکرات ګوند په اعلامیې کې راغلي چې تر غونډې وروسته د ګوند د مشر د مرستیال زرمخان تویکبای په ګډون د دې ګوند څو غړي د پولیسو دفتر ته بیول شوي دي.

نظربایف نور وطن ګوند د جنوري په پینځلسمه په سلو کې یو اتیا رايې ګټلې وې.

نړیوالو څارونکو وویلي وو چې په دې رايې ورکولو کې دیموکراتیک معیارونه تر پښو لاندي شوي وو .