نړيوال بانک: افغانستان ښه اقتصادي وده درلوده

د اسيا د پراختيايي بانک مشر هيروهيکو کورودا

د نړۍ ورو اقتصادي وده به په ٢٠١٢م کال کې اسيا متاثره کړي، خو د چين، هند او انډونيزيا تر رهبرۍ لاندې سيمه به د نړۍ د اقتصادي تحرک د قوې د مرکز په توګه پاتې شي.

اسوشېټډ پرېس خبري اژانس د اسيا د پراختيايي بانک د مشر په حواله دغه ټکى څرګند کړى دى.

د بانک مشر د افغانستان وضعيت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د پام وړ اقتصادي وده درلوده.

د اسيا د پراختيايي بانک مشر هيروهيکو کورودا د چهارشنبې په ورځ له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، په دغه بانک کې ٤٨ هېوادونه غړيتوب لري او اکثره مخ پرودې هېوادونه له نسبتاً ځواکمن مالي سکټور څخه برخمن دي، خو د پاکستان په څېر ځينې هېوادونه هم شته، چې جدي مالي کسر لري.

کورودا ويلي، د اسيا پراختيايي بانک په ٢٠١١م کال کې د ٤٠ مخ په وده هېوادونو لپاره چې افغانستان، پاکستان، بنګله دېش او نور هېوادونه هم په کې شامل دي، د ١٧ مليارده ډالرو په اندازه پور او بلاعوضه پور برابر کړى و، خو بيا يې هم په تېرو دوو کلونو کې اقتصادي وده يوازې درې فيصده وه.

د اسيا د پراختيايي بانک مشر ويلي، افغانستان، له زياتو ستونزو سره- سره ځينې د پام وړ پرمختګونه درلودل. په دې معنى چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې اوسط ٩ فيصده و، چې په دې کې د امريکا، اروپايي ټولنې، جاپان او د اسيا د پراختيايي بانک مرستې ونډه لري.

د ده په باور، په ٢٠١٤م کال کې بايد له افغانستان سره زياته مالي مرسته وشي، چې اقتصادي وده، د ډيموکراسۍ تحرک او ټولنيز پرمختګونه يې خوندي شي.

کورودا اژانس ته په مرکه کې ويلي، که څه هم دا کار اسانه نه دى، خو هيله من يم چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د اسيا د پراختيايي بانک مشر د اسيا د اقتصادي ودې په باب وويل، بانک تمه لري چې له جاپان، اسټراليا او نيو زيلاند پرته د اسيا اقتصادي وده په کال کې ٧ فيصده وي.

په اسيا کې کورنۍ او سيمه ييزه تقاضا زياته، خو بهرنۍ تقاضا کمه ده.

د هيروهيکو کورودا په باور د اروپا د مالي بحران له کبله اسيا له دوو لوريو متاثره شوې ده. لومړى له اسيا څخه د بانکونو او د اروپا د مالي موسسو د کريډت د ايستلو له کبله او دويمه د تجارت د کمرنګه کېدلو له درکه. په چين کې دغه اغېز ډېر څرګند کړى، ځکه اروپا د چين د صارداتو د بازار مهمه برخه جوړوي.

د اسيا د پراختيايي بانک مشر اسوشېټېد پرېس اژانس ته ويلي، هيله من دى چې د اروپا پر مالي بحران غلبه حاصله شي.

د نړيوال مرستندوى صندوق سلاکار جوس وينال په سويس کې د داووس په نړيواله غونډه کې په دې باب خبرې وکړې:

”د نړۍ مالي سيسټم لا هم ماتېدونکى دى، دغه مسئله موږ اړ باسي چې په يورو زون او تر هغې دباندې سيمه کې باور او اعتماد اعاده کړو. کنه بحران به نور هم ژور او اقتصادي پايله به يې نړيواله شي“

د نړيوال مرستندوى صندوق سلاکار وويل، لا هم د معقولو سياستونو د طرحې او تطبيق لپاره چې موږ د خطر له ساحې دباندې باسي، وخت شته.