د پاکستان په قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په یوه تازه برید کې پينځه تنه مشکوک وسله وال جنګيالي ووژل شول.
ځايي امنيتي مقامات وايي دغو الوتکو نن د دوشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د مرکز میرانشاه نه په لرې پرته سیمه دته خیلو کې د وسله والو یوموټر، چې ګومان کیږي د خپل نظامي مرکز پر لور روان و په نښه کړ.
یوه ځايي امنيتي مسوول، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي رسنیو ته وویل، چې په دغه پيک اپ ډوله موټر کې پينځه تنه سخت دریځي وسله وال سپاره وو او د دته خیلو په دیګان نومي کلي کې یوه کور ته څیرمه تر برید لاندې راغی.
دسرچینې د معلوماتو له مخې په موټر کې پینځه تنه وسله وال سپاره وو، چې څلور یې ځای پر ځای ووژل شول او پنځم تن یې لږ ساعت وروسته سا ورکړه.
نوموړي وژل شوي ټول د دولت وسله وال مخالفین وبلل، خو د هويت په اړه یې بې خبري وښوده.
بلخوا په سیمه کې یوې بلې باخبره سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ځايي خلکو له قوله ازادي راډیو ته وویل، چې ډیر امکان لري، چې وژل شوي ټول د القاعده ډلې بهرني وسله وال وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې له دې برید لږه شيبه وړاندې په دغه سیمه کې یوشمیر بهرني وسله وال لیدل شوي، چې په خبره یې تر برید وروسته یې هیڅ څرک ونه لګید.
دته خیل د افغانستان پولې ته څيرمه د شمالي وزیرستان هغه لرې پرته سیمه ده، چې پر ځايي وسله والو سربیره د نامعلوم شمير بهرنیو وسله والو جنګيالو د اوسیدو مهم مرکز ګڼل کیږي.
له دې وړاندې هم پر دغه سیمه ګڼ شمير ورته بریدونه شوي، چې په ځینو کې یې د بهرنیو وسله والو وژنه تائید شوې هم ده.
په روانه میلادي میاشت کې پر شمالي وزیرستان دا درېیم ورته برید دی، چې ترسره کیږي.
له دې وړاندې د جنوري پر یوولسمه میرانشاه بازار ته څيرمه او بل یې په دته خیلو کې شوی و، چې ټولټال د اوو تنو سخت دریځو وژنه پکې تائید شوې وه.
پر وزیرستانونو دا بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې په تیر نومبر میاشت کې د مومندو په قبائلي سیمه کې د پاکستان پر یوه سرحدي پوسته د ناټو د پوځي هلیکوپترو په برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو تر وژنې وروسته د امريکا د متحدو ایالاتو او پاکستان تر منځ اړيکې ځنډنۍ شوي.
بلخوا ځینې پاکستاني رسنۍ بیا ادعا کوي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ که څه هم رامنځته شوې لانجه پرخپل ځای پاتې ده خو د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په لړ کې موافقې ته رسیدلي او پاکستان ددغې لړۍ د جاري ساتلو هوکړه کړې.