په جنوب ختيځ زون کې د مېشتې ۲۰۳ تندر قول اردو په کوربتوب، د دغې قول اردو د طبي قوماندانۍ لخوا د روغتيايي کارکوونکو لپاره درې ورځنی طبي کنفرانس جوړ شو، چې د يادې قول اردو د مسوولينو په وينا موخه يې دا ده چې په نظامي او ملکي برخه کې روغتيايي هڅې سره همغږې کړي.
د دغه کنفرانس د جوړوونکو په وينا په کنفرانس کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اړوند له ټولو ولايتونو، لېواګانو او روغتيايي مرکزونو څخه روغتياپالو برخه اخيستې او تر څنګ يې د ختيځ زون له ۲۰۱ سيلاب قول اردو څخه هم ورته روغتيايي کارکوونکي او ډاکټران راغلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د روغتون سر طبيب بريد جنرال ډاکټر سلطان ګل توتاخېل ، رسنيو ته وويل چې دا د خپل ډول لومړی ملي طبي کنفرانس دی چې کوربه توب يې د ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو کوي.
نوموړي زياته کړه چې د کنفرانس عمده موخې دا دي چې له يوې خوا د ټولو نظامي ارګانونو، ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو تر منځ کاري همغږي رامنځته شی او له بلې خوا په ملکي برخه کې هم له روغتيا رياست او د دې رياست له اړوندو روغتيايي مرکزونو سره طبي او بشري مرسته وکړي.
هغه زياته کړه:
“دې کنفرانس کې د ۲۰۳ قول اردو اړوند د ۱۱ ولايتونو روغتيايي کارکوونکو ګډون کړی، د کنفرانس هدف دا دی چې موږ خپلې صحي مرستې له مختلفو ارګانونو او روغتيا رياست سره همغږې کړو، چې موږ څه ډول کولای شو په ليرې پرتو سيمو کې نظاميانو او ملکي خلکو ته طبي خدمتونه ورسوو؟”
د دې کنفرانس په اړه د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال ساعت ګل هوتک ازادۍ راډيو ته وويل چې، دا ډول کنفرانسونه له دې امله ګټور دي چې د ملي اردو د قول اردوګانو اړوندو روغتيايي کارکوونکو تر منځ همغږي رامنځته شي او وکولای شي چې خپلې تجربې سره تبادله کړي.
نوموړي زياته کړه دا ډول کنفرانسونه به له افغان ملي اردو سره د انتقال په پروسه کې هم مرسته وکړي.
د همدې کنفرانس يو تن ګډونوال او ۲۰۳ تندر قول اردو د ګارنيزيون د کلينيک سر طبيب ډاکټر رسول داد بيا وايي چې د دې کنفرانس وروسته به خپلمنځي همکاري او له ملکي ناروغانو او ټپيانو سره طبي مرستې نورې هم زياتې کړي
ډاکټر رسول داد وويل:
“دا کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي، هدف يې دا دی چې روغتيايي خدمتونه په ښه ډول تنظيم کړای شو، له موږ سره د امريکا هېواد د تکړه ډاکټرانو تخنيکي همکاري هم زياته ده او د وسايلو او مجربو ډاکټرانو په درلودلو سره د ملکي روغتيايي ادارې څخه وړاندې يو او د اړتيا پر مهال عام خلک هم تداوي کوو”
دا لومړی ځل دی چې د جنوب ختيز زون ۲۰۳ تندر قول اردو د ملي دفاع وزارت په کچه د لومړي ملي طبي کنفرانس کوربه ده، خو دا هم بايد هېره نه شي چې په دغه سيمه کې د امنيتي او عاجلو پېښو له پېښېدو وروسته، تل د دغې قول اردو سل بستريز روغتون د نظاميانو تر څنګ ملکي وګړي هم په خورا همدردۍ سره تداوي کوي.
راپور – لمر نيازی