دسوریې فعالان وایي، د هیواد په شمال لویدیځ ولایت ادلب کې نن د یوې چاودنې له وجې لږ ترلږه ۱۱ کسان ووژل شول.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکز یي په لندن کې دی، د چاودنې په اړه یې زیات څه نه دي ویلي. دا خبر مستقلو منابعو نه دی تائید کړی.
له بلي خوا، د سوریې حکومتي ځواکونو له پوځ څخه تښتیدلو هغو عسکرو سره سختې جګړې کړې چي د ترکیې پولې ته نږدې وسله والو سره یوځاى شوي دي.
الجزیره تلویزیون وایي، دا جګړې په جسر الشغور ښار کې شویدي.