نايجريا: د وژل شويو کسانو شمېر ٧ ته پورته شو

د نايجیریا پولیس وایي، په کنو ښار کي په امنیتي هدفونو باندي د جمعي د ورځې تنظیم شویو بمي حملو او چاودنو کې ۷ کسان وژل شوي دي.

د پولیسو د خبري رسنیو مامور اولوسولا امور په یوه بیان کې ویلي، د پولیسو د ماموریتونو، استخباراتي ادراو او د پولیسو د مرکزونو په ګډون ، پر اتو هدفونو حملې شویدې.

پولیسو په کنو ښار کې چې په دې وروستیو کې د بوکو حرام بنسټپالې ډلې حملو سخت ځپلی، پر ګرځیدو راګرځيدوبندیز لګولی دی.

دغې ډلې د عیسویانو د اختر یا کریسمس په ورځ د نايجیریا په مرکز ابوجا کي په یوې کلیسا کي د هغې بمې چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی و چي له امله یي ۳۷ کسان مړه او ۵۷ نور ټپیان شوي وو.