د سوریې د حکومت د مخالفانو یوه ډله وایي، دوى به په سوریې کې د مخالفانو د ټکونې راپور په خپله برابر کړي او دا ځکه دوى بیره لري چې د عربي اتحاديې د څارونکو راپور به هر څه په ډاګه نه کړي.
د سوریې ملي شوری له دې مخکې هم د عربي اتحاديې د ۱۶۵ کسيزې څارونکې ډلې پر ماموریت انتقاد کړی و چې خپل کارونه یې سم نه دي تر سره کړي او د بشار الاسد رژیم ته مشروعیت ورکوي.
ټاکل شوې چې د عربي اتحاديې د څارونکې ډلې مشر سوډانی جنرال محمد الظبي به نن په قاهرې کې عربي اتحاد ته خپل راپور وړاندې کړي.
د عربي اتحاد او دمشق تر منځ د یوې میاشتې معامله چې څارونکو ته یې په سوریې کې د ګرځیدو اجازه ورکړي، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پاى ته رسیږي، خو د مظاهره کوونکو د ټکولو د بندیدو کومه علامه تر سترګو شوې نه ده.