افغانستان: په عملياتو کې ١٣ وسلوال وژل شوي

افغان چارواکي وایي، د افغانستان په بېلا بېلو برخو کي نن لږ ترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د هرات په ګلران ولسوالۍ کي پنځه تنه افغان سرحدې پولیس هغه مهال ووژل شول چي وسله والو یې پر موټرو حمله وکړه.

په یوې بلې پیښې کي د افغانستان په جنوب کی د ناتو یو عسکر د وسله والو له خوا ووژل شو. د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي درې تنه ملکيان په سړک کی د ښخ شوي ماین په چاودنې کي وژل شوي دي.

له بلې خوا، ناتو او افغان ځواکونو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کي څلور تنه وسله وال چي پر ولسوالۍ باندې د حملې هڅه یې کوله، ووژل.