د روسيې ولسي جرګې ځينې چارواکي د توضېحاتو لپاره وروغوښتل

د روسيې دولتي دوما يا ولسي جرګې نن پرېکړه وکړه چې د هيواد د انتخاباتو د مرکزي کميسون مشر، لوی څارنوال، د کورنيو چارو وزير او د تحقيقاتي کمېټې رييس وروبولي چې د دوما د جنورۍ د اووه ويشتمې نېټې په غونډه کې ګډون وکړي او د تېر کال د دسمبر د پارلماني انتخاباتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د روسيې د فدراسيون د کميونست ګوند لومړي مرستيال رييس ايوان ميلينکوف وويل، په دوما کې د ده د ګوند فراکسيون له اوږدو خبرو وروسته وپتېيله چې د انتخاباتو د کميسون له مشر ولاديميرچوروف، کورنيو چارو وزير، لوی څارنوال او د تحقيقاتي ادارې له رييس څخه پوښتنې وکړي.

د دسمبر د مياشتې په پارلماني انتخاباتو کې د درغليو پرسر په روسيې کې سخت مخالفتونه او اعتراضونه وشول.

اعتراض کوونکي وايي چې په دې انتخاباتو کې د صدراعظم ولاديمير پوتين د متحدې روسيې ګوند په ګټه درغلي شوې ده.