"مخالفینو لس برمته پاکستاني ملیشې ووژلې"

د پاکستان پوځي چارواکي وایي، چې وسله والو کسانو لس پاکستانۍ ملیشې چی له تیرې میاشتې راهیسې یې برمته کړې وې، وژلي دي.

پوځي چارواکي نعیم خان وویل، د سرحدي ملیشو مړي د تیرې جمعې په ورځ افغانستان پولې ته نژدې په اورکزو ایجنسۍ کې وموندل شول.

دغه لس سړي تیره میاشت په اورکزو کې وسله والو کسانو د هغوي پر پوستې له برید وروسته تښتول شوي و. په دی برید کې لږ تر لږه دیارلس نورې ملیشې وژل شوې وې.

دغه راز تیره میاشت سخت دریځو وسله والو په شمالي وزیرستان کې برمته کړي پنځلس پاکستانی عسکر وژلي و.