سوريه: ځان وژونکي ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د سوریې دولتي خبري رسنۍ وایي، د دمشق په مرکزي برخې کی نن د یوې ځان وژونکې بمي چاودنې له وجې زیات شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

دولتي تلویزیون د چاودنې صحنې وښودلې او وایي، اکثر قربانيان ملکیان دي.

دولتی تلویزیون وایي، په چاودنې کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، خو یوه سیمه ييز تلویزیون د مړو شمېر ۲۵ ښودلی دی.

په راپورونو کې ددغې چاودنې پړه پر تروریستانو اچول شوې ده.

له تېرو لسو میاشتو راهیسي په سوریې کې د جمهور رئیس بشار الاسد پر ضد پاڅونونه روان دي او د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس، تر اوسه له پنځه زرو زیات کسان په شخړو کې وژل شوي دي.