مسکو: مظاهره چيانو د ادلتسوف د ازادۍ غوښتنه وکړه

د مسکو په مرکزي برخه کې پرون سلګونو کسانو د اپوزيسیون د مشر سرګي ادلتسوف د بند د دوام پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو د سیاسي بندیانو د ازادۍ شعارونه ورکول.

په دې مظاهره کې چې په پوشکین څلور لاري کې وشوه د خلکو د نیول کېدو په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.

د روسيې د کيڼ اړخې جبهې مشر ادلتسوف په دغه هیواد کې د ډسمبر د څلورمې نېټې د انتخاباتو د نتیجو پر ضد لاریون کې نیول شوی دی.

نوموړي غذايي اعتصاب وکړ او پلویان يې د هغه د روغتیايي وضیعت په اړه اندیښمن دي.