نولاند: بنديزونو ايران وارخطا کړى

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک یو لوړ رتبه قومندان وايي د فارس خلیج د هرموز تنګي په اړه هر ګواښ به په ګواښ سره ځواب کړي.

حسین سلامي پرون وویل د هر ګواښ په وړاندې د دوى ځواب ګواښ دی.

هرموز تنګى نړیوالو مارکېټونو ته د منځني ختیځ د تېلو د لېږدولو اساسي لار ده.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکتوريا نولاند وويل، د ايران دغه څرګندونې ښيي چې بنديزونو دغه هېواد وارخطا کړى دى:

”موږ په وروستيو کې د ايران ځينې غيرمنطقي اقدامات ګورو. موږ يوازې ګومان کوو چې پر دغه هېواد نړيوالو بنديزونو اغېز کړى او ايران فشار حس کوي، په ځانګړي ډول د خپلو تېلو پر شبکې چې د ايران د نارو سورو سبب شوې دي“

د امريکا چارواکي د ايران پر مرکزي بانک د نويو بنديزونو په هڅه کې دي، دغه اقدام به د ايران د تېلو پر عايداتو لوى ګوزار وي.