تاجکستان: ٥٣ کسان مجرم وپېژندل شول

د تاجکستان د سغد ولایت یوې محکمې ۵۳ کسان د تیر سپتمبر میاشت د تروریستي حملې په تړاو مجرم پیژندلي دي.

محکمې له دې جملې څخه ۴۳ د ازبکستان د اسلامي نهضت غړي بللي دي.

د محکمې په اعلامیه کې راغلي چې پینځه کسان په عمر قید او پاتې نور له اتو نیولې تر دیرشو کلنو بند باندې محکوم شوي دي.

د تاجکستان په خوجند ولایت کې په تیر سپتمبر کې یوه ځان وژونکې خپل موټر د جرمونو ضد ادارې له ودانۍ سره والوزاوه چې په نیتجه کې دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ووژل.

د ازبکستان اسلامي نهضت د منځني اسیا په هیوادونو کې د سیکولر حکومتونو د نسکورولو او پر ځای د اسلامي دولت د جوړولو لپاره وسله وال فعالیت کوي.