د پاکستان د پوځ لوي درستېز هغه ادعاوې رد کړې چی وایي، پوځ د حکومت د مشرتابه له خوا د مخفي لیک د مسئلې له وجې د دې هیواد د حکومت د ړنګولو اراده لري.
جنرال اشفاق کیانې نن په يوه بیان کې وویل، د پوځې کودتاه آوازې د بي لارې کولو خبرې دي او مقصد یې له اصلې مسلو څخه دخلکو د پام اړول دي.
کیانې ویلي، پوځ به په پاکستان کې د ډموکراسۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او اساسي قانون ته درناوی لري.
د پاکستان پوځ ددي هیواد له موجودیت راهیسې زیاتې کودتاوې کړې دي.
د ملکي حکومت او پوځ تر منځ پدي وروستیو کې د هغه یادداشت په سر تاوتریخوالی زیات شوی چې جمهور رئیس آصف علې زرداري په کې په پاکستان کې د یوې کودتا په مخنیوي کې د واشنګټن مرسته غوښتې وه.