د چک د پخواني ولسمشر د ښخېدو مراسم نن ترسره کېږي

د نړۍ مشران نن د چک جمهوريت په مرکز پراګ کې د بخلمي انقلاب د اتل او د پخواني چکسواکيا د لومړني ولسمشر وسلاو هاويل د ښخېدو په رسمي مراسمو کې برخه اخلي.

هاويل چې د يکشنبې په ورځ د ٧٥ کلونو په عمر مړ شو، د ښخېدو مراسم به يې د پراګ په ماڼۍ کې ترسره شي، تر مراسمو وروسته به د چک جمهوريت د رسنيو په حواله د هاويل مړى سوځل کېږي او ايرې به يې په اغلب ګومان تر کرسمس وروسته د هغه د کورنۍ له غوښتنې سره سم خاورو ته سپارل کېږي.

د فرانسې د ولسمشر نيکولاس سارکوزي، د بريتانيا د صدراعظم ډېوېډ کامرون، د پولنډ د پخواني ولسمشر ليخ واليسا، د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هليري کلنټن او د هغې د خاوند پخواني ولسمشر بل کلنټن په ګډون به ګڼ نور چارواکي په دغو مراسمو کې برخه اخلي.