په بغداد کې بمي حملو ٥٧ کسان ووژل، ٢٠٠ ټپيان کړل

بغداد: د پېښې يوه سيمه

نن په بغداد کې يو لړ بمي حملو ٥٧ کسان په داسې حال کې وژل چې عراق له سياسي بحران سره مخامخ دى، د دغه هېواد د ولسمشر مرستيال په دې تورن شوى چې د وژونکو ډلې يې درلودې او صدراعظم يې د کابينې د هغو وزيرانو د بدلولو ګواښ کړى، چې بايکاټ يې اعلان کړى.

د نړيوالو اژانسونو په حواله، ظاهراً د نن سهار دغو تنظيم شويو چاودنو چې څه کم ٢٠٠ کسان يې ټپيان کړل، تر هغه بحران وروسته د تاوتريخوالي لومړۍ ستره نښه ګڼل کېږي، چې د دغه هېواد د نازک سياسي وضعيت او فرقوي شخړو په برخه کې يې اندېښنې پيدا کړې دي.

ننني بريدونه په تېرو دوو اوونيو کې تر ټولو خونړي ګڼل کېږي، دغه بريدونه د سهار مهال د خلکو د ګڼه ګوڼې پر وخت وشول. د فرانسې خبري اژانس ليکي، تر دغو چاودنو وروسته امنيتي ځواکونو د پېښې سيمې محاصره کړې.

دغه بريدونه د بغداد په بېلابېلو برخو کې وشول. د روغتيا وزارت وياند اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي، په دغو بريدونو کې ٥٧ کسان وژل شوي او نژدې ٢٠٠ نور ټپيان دي.

دغه پېښې په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر د مرستيال طارق الهاشمي د نيونې د حکم پر سر د دغه هېواد په سياسي ډګر کې کړکېچ ولاړ شوى دى، د عراق صدراعظم نوري المالکي له کردي چارواکو غوښتي چې سني عرب الهاشمي وروسپاري، چې دا مهال له دوى سره د کردانو په خودمختاره سيمه کې دى. هاشمي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

مالکي پر خپل سني مرستيال صالح المطلک چې د هاشمي غوندې په عراقيه ګوند پورې اړه لري، ږغ کړى ښايي له دندې يې ليرې کړي، ځکه نوموړي د شيعه ګانو په مشرۍ د عراق حکومت ”ديکتاتور” بللى دى.

عراقيه ګوند په عين حال کې له پارلمان او کابينې بايکاټ اعلان کړى، د عراق صدراعظم ګواښ کړى چې په کابينه کې به د دوى پر ځان نوي وزيران وټاکي.

واشنګټن له دواړو لويو د کرارۍ او صبر غوښتنه کړې، په عراق کې دا بحران وروسته تر هغه اوچتېږي چې له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو وتل بشپړ شول، دوى تر شا داسې عراق پرېښود چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هغه، يو مقتدر، باثباته او پر ځان بسيا هېواد ياد کړى و.