د امريکا دفاع وزير نن ليبيا ته لاړ

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیتا د لیبیا مرکز طرابلس ته رسېدلی او دا دې هېواد ته د امریکا د دفاع د وزیر لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې چې پنیتا به په طرابلس کې د څو ساعتونو لپاره پاته شي او د انتقالي حکومت له چارواکو سره به وګوري.

لیبیا ته له روانیدو مخکې پنیتا ویلي وو، د سفر هدف یې دا دی چې په خپله له نږدې د لیبیا د حالاتو جاج واخلي.

ده دغه راز ویلي، غواړي د معمر القذافي د رژیم په ړنګولو کې د لیبیا د خلکو د هڅو ستاینه وکړي.

دی په داسې حال کې لیبیا ته تللی چې ملګروملتونو، امریکا او انګلستان اعلان کړی، د لیبیا پر مرکزي بانک او د بهرنۍ پانګونې پر بانک باندي بندیزونه لیرې کوي او د دې هیواد ملیاردونه قید شوي ډالر به خوشې کړي.