د امريکا مشرانو جرګې يوه لايحه تصويب کړه

د امريکا مشرانو جرګې د ٦٦٣ ملياردو ډالرو په ارزښت يوه دفاعي لايحه تصويب کړه چې له پاکستان سره د يوه اندازه مرستې ځنډول او د ايران پر مرکزي بانک بنديزونه په کې شامل دي.

مشرانو جرګې پرون دغې لايحې ته رايه ورکړه. د کانګرس د استازو جرګې دغه لايحه د چهارشنبې په ورځ تصويب کړه چې اوس به ولسمشر بارک اوباما ته د توشېح لپاره لېږل کېږي او بيا به د قانون حيثيت غوره کوي.