روسيې د سوريې په باب د يوه پرېکړه ليک مسوده امنيت شورا ته وسپارله

چورکين

روسیې پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو ته، په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د یوه پرېکړه لیک مسوده وسپارله.

د راپورونو له مخې که څه هم د امنیت شورا څو غړو د روسیې د دې هڅو هرکلی کړی خو دوی ویلي دي چې په دې مسوده کې لازم قاطعیت نه شته.

په ملګروملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکين وویل چې د دې پرېکړه لیک په مسوده کې د هغه تشدد د پای ته رسولو غوښتنه شوې چې د ملګروملتونو د راپورونو له مخې په بهير کې یې تراوسه پنځه زره کسان وژل شوي دي. د چورکین په وینا په مسوده کې د سوریې پرضد د بندیزونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیليري کلېنټن وویل چې واشنګټن به له روسیې سره د پرېکړه لیک د مسودې په ترتیب کې همکاري وکړي. مېرمن کلېنټن وویل، که څه هم واشنګټن او مسکو د مسودې د متن په اړه د نظر اختلاف لري خو دا لومړی ځل دی چې روسیه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې په اړه د بحث اړتیا تاییدوي.

د یوه بل خبر له مخې د بشري حقونو فعالان وايي، د بشاراسد د رژیم ۲۷ پلوي پوځيان پرون د سوریې په جنوب کې ووژل شول.

فعالانو پرونی برید په سوریه کې د خلکو د پاڅون له پیل راهیسې د حکومت پر پلوي ځواکونو تر ټولو خونړۍ پېښه بللې ده.

د بشري حقونو د څارډلې چې مرکز یې په لندن کې دی خبر ورکړی چې په جنوبي ښار درعا کې، چې د بشاراسد د رژیم پرضد مظاهرې په تېره مارچ میاشت کې له هغه ځایه پیل شوې پرون سختې نښتې وشوې. دوی وايي چې په یوه پېښه کې د دې ښار په ختیځ کې پر یوې پوځي پوستې د برید په نتیجه کې پنځلس کسان ووژل شول.

ملګري ملتونه وايي چې په سوریه کې د حکومت ضد اعتراضونو له پیله تراوسه پنځه زره کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې کاناډا خپلو اتباعو ته امړ کړی چې له سوریې څخه ووځي. د راپورونو له مخې شاوخوا پنځه زره کاناډايي اتباع تراوسه هم په سوریه کې دي.