د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د بهرنیوچارو د وزیر علي اکبر صالحي له قوله راپور ورکړی چې وايي، تهران له کابله غوښتي چې متحدوایالاتو ته دې اجازه نه ورکوي چې د ایران پرضد د جاسوسۍ د عملیاتو لپاره د افغانستان له ځمکې او فضا څخه کار واخلي.
دا راپور څو ورځې وروسته له هغه خپرېږي چې ایراني چارواکو د دې هېواد په فضايي قلمرو کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو خبر وکړ.
دا راپور څو ورځې وروسته له هغه خپرېږي چې ایراني چارواکو د دې هېواد په فضايي قلمرو کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو خبر وکړ.