د راپورونو له مخې د سوریې عسکروله پوځه جلاشویو پخوانیوپوځیانو سره سخته نښته کړې چې په دې هیواد کې په راپورته شوي نهه میاشتني پاڅون کې ترټولو سخته جګړه بلل شوې ده.
راپورونه وایي چې حکومتي ځواکونه پرون سهار وختي اردن پولې ته نژدې د بصره الحریر ښارته ننوتل.
رویترز وایي چې په دې ښاراو څنګلورې لوجا سیمه کې د چاودنو او ماشینګڼو سخت ډزونه اوریدل شوي.
د تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
دغه راز مخالفانو ویلي چې د دوی د اعتصاب په نتیجه کې په دمشق او نورو ښارونو کې ډیرکارونه په ټپه دریدلي دي.
په عین حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې وویل چې پاریس په دی باوردی چې په لبنان کې د تیرې جمعې په ورځ د سوله ساتو فرانسوي عسکرود ټپي کیدو په پیښه کې د سوریې لاس دی.