ايران يو فلم جوړوونکى خوشې کړ

تهران د بی بی سی د پروګرام ایرانی فلم جوړونکی له زندانه خوشی کړی دی.

د اپوزیسیون ویب پاڼو وویل چی مجتبی میرطهماسب د تهران له ایوین زندان څخه پرون ازاد شو.

نوموړی په تیری سپټمبر میاشت کی وروسته له هغی ونیول شو چی بی بی سی ته یی د ایران د مشرتابه په اړه یو انتقادی مستند فلم استولی و.

د ایسنا خبری اژانس هم د هغه د ازادیدو خبر تایید کړی دی.

د بی بی سی پر فارسی خپرونو په ایران کی بندیز لګول شوی خو ایرانیان د سټلایټ له لاری د دغی شبکی خپرونی لیدلی شی.

د ایران حکومت د بی بی سی شبکه تورنه کړی ده چی د حکومت ضد پروګرامونو له لاری په هیواد کی نا ارامیو ته لمن وهی او ایرانی خبریالان او فلم جوړونکی یی له دغی شبکی سره له کارکولو منع کړی دی.