افغانستان نن له نيپال سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي آسیا د سیالیو په لړ کي نن له نیپال سره لوبه کوي.

افغانستان په دي تورنمنټ کي درې لوبې کړې، سریلانکا او بوتان ته یي ماتې ورکړې او له هند سره مساوي شویدی.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکي همایون کارګر آزادي راډیو سره په خبرو کي وویل، د افغانستان ټیم له نیپال سره د لوبې لپاره پوره چمتو دی.

د فوټبال دا سیالۍ د هند په مرکز نوي ډهلي کي پیل روانې دې.