د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د جمهوریت غوښتونکي ګوند هغه تورونه رد کړل چی وایي، د حکومت بهرنۍ پالیسي یي بي جرئته او د امریکا د د ښمنانو د خوشحالولو پالیسي ده.
جمهور رئیس اوباما وویل، “له اسامه بن لادن نه وپوښتۍ”.
د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د تېرې مې میاشت کې د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د پاکستان په ایبټ آباد کی ووژل شو.
د امریکا جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کي د جمهوریت غوښتنکې ګوند د سیاستوالو د انتقادونو په ځواب کې وویل:
“ له اسامه بن لادن او د القاعده شبکې د نورو ۲۲ یا دیرشو مشرانو څخه وپوښتئ چي له مخې لیري شوي، نیول شوي او یا وژل شوي دي. آیا ما له نرمۍ څخه کار اخیستی او که څوک پاته دي. تاسي له هغوي څخه وپوښتئ”.
جمهوریت غوښتونکو په جمهور رئیس اوباما باندي سیاسي حملې زیاتې کړې او غواړي د جنورۍ میاشت کي د هغه په مقابل کي د خپل ګوند کاندید د غوره کولو عملیه پیل کړې.
په امریکا کي د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشت کي د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.