په مصر کي وروستۍ تازه شخړې نن نهمې ورځې ته داخلې شوې او روغتیایي کارکوونکی وایي، نن په تحریر میدان کی یو بل مظاهره کوونکی هم ووژل شو.
عینی شاهدان وایی ، مظاهره کوونکی هغه مهال ووژل شو چی سهار وختې ، یو پوځې موټر ورباندي وخوت.
فعالانو یا مظاهره کوونکو شپه د قاهرې په تحریر میدان کي تېره کړه او له پوځي واکمنې شوری څخه غواړي چي سمدستې باید له واکه لیري شي.
پوځ د واک پریښودو هیڅ اشاره نه ده کړې. دوې ژمنه کړې چي د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو پوری به په واک کي وې او یو نوی صدراعظم یی موظف کړی چی تر هغه وخته د ملي ژغورنې یو حکومت جوړ اوپر مخ بوځي.
کمال جنزوري چی د حسني مبارک په رژیم کي یي هم د صدراعظم په څوکۍ کار کړی و، دا کار یي ډېر سخت وباله ، د لارو او کوڅو د امن کولو او د هیواد د اقتصاد د بیرته فعالولو لپاره یي د خپلو کارونو د لومړیتوبونو لیست برابر کړیدی.