د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي نن یو پولیس ووژل شو او یوبل ټپي شویدی.
دهلمند امنیه قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وایي، ناپیژندل شویو وسلوالوپر دوو تنو پولیسانو چي د ګريشک په بازار کي په امنیت ساتنې بوخت وو، حمله وکړه. په حملې کي یو پولیس مړ او بل ټپي شو
.
انګار وایي، د حمله کوونکو د نیولو هڅې روانې دې.
په عین حال کی دجمعی په ورځ لښکرګاه ښار ته نږدي په موټر کي بمې چاودنه وشوه. د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی او وایي، دبهرنیو ځواکونو دوه ټانګونه یی له منځه وړي اوپکي سپاره اوه تنه بهرنی سرتیری یی وژلي دي.
په هلمند کي دولتی چارواکی پیښه مني خو د طالبانو اداعا ردوي او وایي، په دي حملې کي چاته د سر زیان ندی اوښتی .