د یمن په مرکز صنعا کې پرون پنځه کسان وروسته له هغه ووژل شول چې څو وسله والو کسانو چې عادي جامې یې په تن وې، د اعتراض کوونکو پر ډله ډزې وکړې.
ولسمشر علي عبدالله صالح چې د چهارشنبې په ورځ د یوې معاملې پر اساس د واک د سپارلو ژمنه وکړه، د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دى.
د یمن په مرکز صنعا او جنوبي ښار تعز کې پرون زرګونه خلک د دې معاملې پرضد چې له مخې یې ولسمشر صالح خپل مرستیال ته د قدرت د سپارلو په بدل کې له عدلي تعقیب څخه معافیت ترلاسه کوي د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل.
په یمن کې له نژدې لسو میاشتو راهیسې د ولسمشر صالح د ۳۳ کلنې واکمنۍ د ختمولو لپاره د خلکو مظاهرې روانې دي.